طالبان: د سولې له تړون وروسته عامه بښنه اعلانوو

افغانستان

طالبان: د سولې له تړون وروسته عامه بښنه اعلانوو

5204

طالبانو ویلي، که له امریکا سره د سولې خبرې بریالۍ شي، نو د طالبانو تګ به د ۱۹۹۶ ز کلونو په څېر زیږ نه وي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي، افغانانو ته باور ورکوو چې زموږ له خوا به هېچا ته ګواښ نه وي.
مجاهد زیاته کړې، زموږ مخالفت د بهرنیو پوځیانو له شتون سره دی، یو ځل دوی ووځي او د سولې تړون وشي، نو عامه بښنه به اعلان کړو.
هغه زیاته کړې، هېڅوک، پولیس، اردو او دولتي کارکوونکي به زموږ له غچ سره مخ نه شي.
مجاهد دا خبرې داسې مهال کوي چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې خبرې شوي او تمه ده چې راتلونکو ورځو کې د سعودي په جده کې څلورم پړاو خبرې تر سره شي.



اعلان