روسیه: نوی هایپر سونیک توغندی په یوه ساعت کې دېرش زره کیلومتره واټن وهي

راپورونه

روسیه: نوی هایپر سونیک توغندی په یوه ساعت کې دېرش زره کیلومتره واټن وهي

682

د روسیې مرستیال لومړی وزیر وایي، نوی ازمویل شوی توغندی (اونګارډ-هایپر سونیک) په یوه ساعت کې دېرش زره کیلومتره واټن وهلای شي.
یوري بوریسوف روسیه ۲۴-ټي وي ته ویلي، داسې توغندی نه شته چې په دغومره سرعت کې دا توغندی راوپرځوي.
نوموړي ویلي، د دې توغندي په وړاندې د توغندیو هر ډول دفاعي سیستم ناکام دی. "سخته ده چې وموندل شي."
دغه نوی روسی توغندی اټومي سرګلولې هم لېږدوي.
چین، امریکا او روسیه هغه هېوادونه دي چې هایپر سونیک ټکنالوجي لري.
روسیه ادعا کوي چې دغې سیالۍ کې له نورو مخکې ده.



اعلان