پنټاګون: یو شمېر افغان چارواکي له ایرانه رشوت اخلي

افغانستان

پنټاګون: یو شمېر افغان چارواکي له ایرانه رشوت اخلي

413


د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) یو رپوټ وایي، ایران یو شمېر افغان چارواکو ته د ایراني ګټو ساتلو (پر مخ وړلو) له پاره بډې ورکړي دي.
دغه رپوټ چې یک ټلویزیون خپور کړی په کې راغلي، ایران سیاسي کاندیدانو ته بډې ورکوي، څو اغېز ترلاسه کړي.
د امریکا کانګریس ته دغه ۱۱۷ مخیز وړاندې شوي رپوټ کې ویل شوي چې ایران سیمه ییزو او د مرکزي حکومت چارواکو ته بډې ورکوي.
رپوټ وایي، ایران یو باثباته، خو ایراني موخو ته ځواب ورکوونکی افغان حکومت غواړي.
رپوټ کې د داعش له منځه وړل، د بهرنیو پوځیانو له منځه وړل او د اوبو او د پولې اندېښنې ایرانۍ موخې ښودل شوي دي.



اعلان