ابوظبۍ کې د امریکایي او طالب استازو تر منځ د ناستې جریان د یوه عیني شاهد له خولې

افغانستان

ابوظبۍ کې د امریکایي او طالب استازو تر منځ د ناستې جریان د یوه عیني شاهد له خولې

3846

د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۷-۱۸ مه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د امریکایانو او طالبانو د استازو تر منځ غونډه جوړه شوې وه.
د امریکایي لوري مشري د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالب لوري مشري د طالبانو د قطر د دفتر مشر شېر محمد عباس ستانکزي کوله.
سرچینه وایي، د ډسمبر په ۱۶ مه د اماراتو یوه ځانګړې الوتکه قطر ته تللې وه او طالب مشران یې ابوظبۍ ته ورسول.
طالب استازي بې باسپورته ابوظبۍ ته تللي وو.
د لیدنې په لومړۍ ورځ طالبانو لومړی له سعوديانو، بیا له اماراتي چارواکو او درېیم ګام کې یې له زلمي خلیلزاد سره وکتل.
سرچینه وایي، له غونډې وړاندې ښکېلو هېوادونو او طالبانو د غونډې په اړه د قطر رضایت ترلاسه کړی و.
د قطر او د سعودي په مشرۍ د ځینو خلیجي هېوادونو تر منځ له تېرو نږدې دوه کلونو راهیسې ډېپلوماټېکې اړیکې پرې دي.
دوه طالب مشرانو ملا خېرالله خېرخوا او ملا محمد فاضل ته له قطر څخه د ورتګ اجازه نه ورکول کېده چې له امله یې طالبانو د خبرو-اترو د ځنډولو ګواښ کړی و. پای کې امریکایانو ومنله او یاد دوه طالب مشران هم له قطره ابوظبۍ ته ورغلل.
دغه دوه کسانو نږدې یوه لسیزه په ګونتانامو کې تېره کړې ده.
د سرچینې له خبرو ښکاري چې له امریکایانو سره د غونډې د خبرو اصلي تمرکز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو و.
د سرچینې په خبره، طالب مشر عباس ستانکزي وویل چې افغانان اسلامي نظام غواړي او د بهرنیو لاسوهنه به نه وي.
ستانکزي د شپنیو عملیاتو او ملکي مرګ-ژوبلې یادونه هم وکړه. خلیلزاد یې ځواب کې وویل، درېغه چې د حکومت هیت وای او ځواب یې درکړی وای، ځکه عملیات هغوی کوي.
خلیلزاد وویل، د بهرنیانو د وتلو ځواب کې تاسو موږ (امریکا) ته څه راکوئ؟. طالب مشر امیر خان متقي ورته وویل، زموږ سره خو هېڅ نه شته، هر څه تاسو راڅخه اخیستي، کلی، کور، امن...خو هو! د راتلونکي افغانستان ډاډ درکولای شو.
"که زموږ هېواد ته راځې، نو په پوځي جامه کې نه، بلکې ډېپلوماټیکه او سوداګریزه جامه کې راشه."
سرچینه وایي، متقي، خلیلزاد ته د ملکي مرګ-ژوبلې یادونه هم وکړه، خو خلیلزاد ورته وویل، بمبار موږ نه کوو، دا د حکومت عملیات دي او د هغوی په خوښه تر سره کېږي.
متقي ورته د بېلګې په ډول د هلمند د ګرمسېر یادونه هم کړې چې ویل کېږي له شلو ډېر ملکي وګړي په کې وژل شوي وو.
بله ناسته کې خلیلزاد د دوه امریکایي استادانو د نیولو خبره هم کړې، خو عباس ستانکزي ورته ویلي، زموږ شل زره کسان بندیان دي، هغه هم باید راخوشې شي.
ستانکزي زیاته کړې، زیاتره کسان داسې دي چې د بند موده یې پوره شوې، یا ناروغان دي او یا یې عمر ډېر دی (سپین ږیري دي).
د خبرو بله موضوع د تور لېست ختمول وو.
طالب مشر ویلي، د تلپاتې سولې له پاره د بهرنیانو وتل حتمي دي او وروسته به بیا بین الافغاني مذاکرات کېږي.
خلیلزاد ویلي، د ځواکونو د وتلو مهال وېش باید وټاکل شي او د ترهګرۍ ضمانت باید وکړل شي، ولسمشر ټرمپ هم همدا غواړي.
طالب استازي یې ځواب کې ویلي، د ترهګرۍ ضمانت ستاسو او د بهرنیو ځواکونو وتل زموږ سور خط دی، باید تمرکز پرې وکړو، نور مسایل وروستي دي.



اعلان