"ترکیه د هسپانوي زعفرانو پر ځای د افغانستان زعفران اخلي"

راپورونه

375

د افغانستان د زعفرانو د کارګرو ملي اتحادیه وایي، تمه ده چې ترکیه به کلني ډول د افغانستان درې سوه کیلو زعفران واخلي.
رادیو ازادي د دغې اتحادیې د مشر بشیر احمد رشیدي له خولې لیکلي چې د ترکیې دولت ژمنه راکړې چې د هسپانوي زعفرانو پر ځای به د افغانستان زعفران واخلو.
وروستیو کې د زعفرانو یو شمېر افغان سوداګر ترکیې ته تللي وو.
ترکیې تر اوسه هر کال له هسپانیې درې سوه کیلو زعفران اخیستل.
د افغانستان له نوي سلنه زیات زعفران په هرات ولایت کې تولیدېږي.
د هرات ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، دغه ولایت کې د زعفرانو دېرش ټولنې او شل شرکتونه فعالیت کوي.
هراتي سوداګر وایي، اوسمهال یو کیلو زعفران اته ویشت زره افغانۍ پلورل کېږي.



اعلان