د ناټو مشر: اوسمهال افغانستان کې پوځي بریا نه شو ترلاسه کولای

افغانستان

د ناټو مشر: اوسمهال افغانستان کې پوځي بریا نه شو ترلاسه کولای

198

افغانستان کې د ناټو (غوڅ ملاتړ ماموریت) امریکایي مشر جنرال سکاټ مېلر په یوه تازه مرکه کې ویلي، افغانستان کې به د پوځي بریا شاهدان و نه اوسو.
مېلر له امریکایي سي این این سره خبرو کې ویلي، دغه جګړه به تر سیاسي حل پورې روانه وي.
هغه زیاته کړې، دوه خواوې د یوه بل پر ضد جګړه کوي او اوسمهال به هېڅ یوه خوا پوځي بریا ترلاسه نه کړي.
مېلر دا خبرې وروسته له هغه کوي چې د رپوټونو له مخې، د امریکا ولسمشر دفاع وزارت ته له افغانستانه د پوځ د وتلو له پاره د پلان جوړولو امر کړی دی.
هممهاله د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزد هم له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او څو ځله یې ور سره لیدنې کړې دي.
د رپوټونو پر بنسټ، خلیلزدا به څو ورځې وروسته هند ته هم لاړ شي او ورپسې به د سعودي پلازمېنې ریاض کې له طالبانو سره بله غونډه کې ګډون وکړي.



اعلان