سعودي: ټرمپ د سوريې د بيارغونې په اړه دروغ ويلي

افغانستان

سعودي: ټرمپ د سوريې د بيارغونې په اړه دروغ ويلي

152

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سوريې نه د خپلو ځواکونو له اعلان وروسته وويل، چې سعودي ورسره ژمنه کړې ده، چې د سوريې د بيارغونې لګښت به د امريکا پر ځای هغوی پر غاړه واخلي.

خو واشنګټن کې د سعودي سفارت يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط امريکايي چېنل «سي اېن بي سي» ته ويلي، چې «هېواد يې د سوريې د بيا رغونې په پار هيڅ ژمنه نه ده کړې».

واشنګټن وړاندې ويلي و، چې سعودي ژمنه کړې، چې له داعش ډلې په ازادو شويو سيمو کې به ۱۰۰ مليون ډالر ولګوي، خو د سعودي سفارت يادې سرچينې ويلي، چې هېواد يې په دې برخه کې د هيڅ نوې مرستې ژمنه نه ده کړې.

ټرمپ په دې اړه خپلو ټويټونو کې ټينګار کړی و، چې «د دې پر ځای چې امريکا له ۵ زرو ميلو لرې واټنه راځي او سوريه رغوي، دا به غوره وي، چې شتمن هېوادونه دا کار وکړي، سعودي نه مننه کوو».

ياده دې وي، چې د داعش ضد امريکايي جګړه کې عراق او سوريه نږدې په بشپړ ډول وران شول او د دې هېوادونو انځورونه ښيي، لکه له سره چې يې ابادي ليدلې نه وي، خو اوس چې امريکا سوريه پرېږدي، د بيارغونې په اړه يې خورا بې مسووليته څرګندونې کوي.



اعلان