طالبان: امریکا دې په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې پند واخلي

افغانستان

طالبان: امریکا دې په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې پند واخلي

485

د جدي شپږمه نېټه په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له نهه دېرشمې کلیزې سره برابره ده.
طالبانو د دغې ورځې په مناسب رسنیو ته په یوې لېږل شوې اعلامیه کې ویلي، شوروي هم لکه د امریکایانو په څېر د نړۍ د لاندې کولو هوډ درلود، خو افغان مقاومت یې مخه ونیوله.
طالبانو ویلي، امریکایان نن له هغه برخلیک سره مخ دي، له کوم سره چې شورويان مخ شول.
اعلامیه کې ویل شوي چې شوروي یرغل د امریکایانو له پاره غوره درس دی چې امریکایان باید ډېر څه ترې زده کړي.
هغوی ویلي، امریکایان دې په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې پند واخلي او افغانستان پرېږدي.
د ۱۳۵۸ هـ کال د جدي په شپږمه سرو لښکرو په افغانستان راودانګل او د حفیظ الله امین په مشرۍ د وخت خلقي حکومت یې چپه کړ.
شوروي لښکر نږدې لس کاله وروسته له افغانستانه په داسې حال کې ووت چې پنځلس زره عسکر یې وژل شوي وو.



اعلان