عراقیان: عراق د امریکا تر اشغال لاندې نه دی، ټرمپ باید خپل برید وپېژني

راپورونه

عراقیان: عراق د امریکا تر اشغال لاندې نه دی، ټرمپ باید خپل برید وپېژني

396

یو شمېر عراقي مشرانو عراق ته د امریکا د ولسمشر ناڅاپي سفر غندلی دی.
دوی وایي، دغه ناڅاپي سفر د عراق حاکمیت باندې تېری کول دي.
امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ناڅاپي سفر د عراق د پلازمېنې بغداد ختیځ کې یوې اډې ته لاړه او هلته له مېشتو امریکایي پوځیانو سره یې ولیدل.
د الجزیرې د رپوټ له مخې، صباح السعدي چې د اصلاح ډلې مشر دی، د پارلمان بېړنۍ ناسته یې غوښتې تر څو د ټرمپ دغه تېري باندې خبرې وکړي.
"ټرمپ باید خپل حد وپېژني، د امریکا له لوري د عراق اشغال پای ته رسېدلی."
د بېنا په نوم یوې بلې ډلې هم د ټرمپ ناڅاپي سفر باندې نیوکه کړې.
د دغې ډلې یوه مشر هادي الامیري ویلي، د ټرمپ دغه سفر پر ډېپلوماټېکو نورمونو تېری دی.
ټرمپ په خپل درې ساعته سفر کې له هېڅ عراقي چارواکي سره و نه لیدل.
تمه وه چې ټرمپ او د عراق لومړی وزیر عادل المهدي به سره وګوري، خو د رویټرز د رپوټ له مخې، دواړه لوري د لیدنې پر ځای سره نه دي سلا شوي.



اعلان