هندی مارکیټ چې له چرګانو په کې موږکان ډېر پلورل کېږي

پام وړ

هندی مارکیټ چې له چرګانو په کې موږکان ډېر پلورل کېږي

774

کوماریکاتا، اسام، د هند-بوتان پولې ته نږدې دی. دغلته یو مارکیټ دی چې د یکشنبې په ورځ مېله کې په کې د چرګ او خنځیر له غوښې موږکان ډېر خریدار لري.
د ای ایف پي رپوټ وایي، هټۍ وال له ځایي خلکو (کلیوالو) سلګونه موږکان رانیسي. ځایي خلک دغه موږکان ځکه ښکار کوي چې کروندو ته یې زیان رسوي.
موږکان د بې وزله اډېواسي قبیلې له پاره د پانګې ترلاسه کولو یوه ارزښتمنه لاره ده.
د موږک یوه کیلو غوښه په ۲.۸ ډالرو پلورل کېږي چې دوه سوه هندۍ کلدارې کېږي.
کروندګر وایي، وروستیو کلونو کې د موږکانو شمېر زیات شوی دی.
دوی وایي، موږکان د شپې ښکار کوو.



اعلان