ولسمشرۍ ټاکنې درې مياشتې وځنډول شوې

افغانستان

ولسمشرۍ ټاکنې درې مياشتې وځنډول شوې

95

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون خبر ورکړی دی، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به درې مياشتې وځنډول شي. ټاکل شوې وه، چې دا ټاکنې د راتلونکي وري په ۳۱مه نېټه ترسره شي، خو اوس درې مياشتې ځنډول شوي او چنګاښ مياشت کې به ترسره شي.

د ټاکنو د کميسيون يوې سرچينې بي بي سي سره خبرو کې د دې پخلی کړی او څرګنده کړې يې ده، چې د ټاکنو دقيقه نېټه به سبا پنجشنبه د جدي پر شپږمه اعلان شي.

دې سرچينې ويلي، چې د ټاکنو د ځنډولو يو لامل دا دی چې ولسمشرۍ ته د نوماندۍ بهير سست روان دی. د هغه په وينا تر دې دمه ۵۰ کسانو د نوماندۍ لپاره معلوماتي پاڼې ترلاسه کړې دي خو هيڅ يو نه دی توانېدلی چې اړين شرايط پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکايي استازي او طالبانو تر منځ د افغانستان د کړکېچ د اواري په پار له ناستو وروسته ګنګوسې تودې شوې، چې ښایي د ولسمشرۍ ټاکنې د دې لپاره وځنډول شي، چې له ټاکنو وړاندې د دواړو لوريو تر منځ يوه هوکړه را منځته شي. خو وروسته طالبانو وويل چې په دې اړه امريکايي استازي سره نه دي غږېدلي.



اعلان