مسکو کې افغان سفیر: ټول طالبان افغانان دي، زموږ وروڼه او عزیزان دي

افغانستان

مسکو کې افغان سفیر: ټول طالبان افغانان دي، زموږ وروڼه او عزیزان دي

877

عبدالقیوم کوچی مسکو کې د افغانستان سفیر دی چې راتلونکې لنډه موده کې یې دوه کلنه دنده پای ته رسېږي.
کوچي سپوتنیک سره خبرو کې ویلي، په خوشالۍ وطن ته ستنېږم.
هغه ویلي، دوه کلنه دوره کې مې لوی کارونه تر سره کړي او په وینا یې، د دواړو هېوادونو تر منځ فرهنګي اړیکې پراخه شوې. دی زیاتوي چې سوداګریزې او اقتصادي موخې مو ترلاسه نه کړې، خو پرمختګونه مو لرل.
د کوچي په خبره، دغه موده کې ډېر افغانان روسیې ته د زده کړو له پاره ورغلل.
کوچی وایي، زه د خپل ماموریت د کار او دندو څخه راضي یم.
کوچي د طالبانو په اړه ویلي، ټول طالبان افغانان دي، هغه طالبان چې د مسکو فارمټ غونډې ته راغلي وو، پېژندل مې او له مخکې مې ور سره اشنایي درلوده.
کوچي زیاته کړې، له سفارت وړاندې مې د دوحې او قطر په غونډو کې ګډون کړی و. "دوی زموږ وروڼه دي، عزیزان مو دي".
هغه وایي، زه شخصاً طالب نه یم، طالبي فکر نه لرم، خو هڅه مې دا وه چې دوی سولې ته چمتو کړم چې له افغان ولس او افغان دولت سره سوله وکړي.



اعلان