بلک واټر: موږ در روان یو

راپورونه

بلک واټر: موږ در روان یو

1120

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ورځې وړاندې وویل چې سوریه کې داعش مات شوی او دوه زره امریکایي پوځیان به راستانه شي.
دغه راز، ویل کېږي چې هغه دفاع وزارت ته هم امر کړی څو له افغانستانه د پوځ د وتلو پلان جوړ کړي.
ځینې داسې وېره څرګندوی چې ټرمپ ښایي د افغانستان او منځني ختیځ جګړې د بلک واټر خصوصي کمپنۍ وسپاري.
بلک واټر چې ویل کېږي ډېرې ځورونې او ناقانونه وژنې یې کړي، اوس د اکاډمي په نوم یادېږي.
د ریکوویل په نوم وتلې مجله کې د بلک واټر یو اعلان نشر شوی. هلته لیکل شوي، موږ در روان یو.
دا اعلان د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس له استعفی وروسته څرګند شوی.
ډیفینس نیوز په خپل یوه سرلیک کې لیکلي، مټیس لاړه او بلک واټر راغله.
رپوټونه وایي، مټیس د امریکایي جګړو د خصوصي کولو مخالف و.
د دغې ادارې مشر اریک پرینس ولسمشر ټرمپ ته ډېر نږدې او د امریکا د جګړو د خصوصي کولو سخت پلوی دی.
وروستیو کې ځینو افغان رسنیو ولیکل چې پرینس ځینو هېوادونو ته هم سفرونه کړي. ویل کېږي د سفرونو لړ کې هغه متحده اماراتو ته هم تللی و.
خو سیاسي فعال میډیا بنیامین ار ټي سره خبرو کې ویلي، فکر نه کوم چې عام امریکایان به د دغې کمپنۍ د جګړې ملاتړ وکړي.



اعلان