د جمرود کلا

د پرون کيسه

د جمرود کلا

143

د پیښور نه ۱۷ کلومیټړ لویدیځ کې د “باب خیبر” شا ته پخوانۍ کلا سیکانو جوړه کړې وه.
شا و خوا ۲۰۰ کاله پخوا جمرود په لویه دشته کې د یوې چینې پرغاړه به قافلې ایسارېدی. د نولسمې میلادي پېړۍ له پېل سره د مهاراجه رنجیت سنګ تکړه سالار سردارهری سنګ نلوه، د پښتونخوا مهم ښارونه پرله پسې ونیول او افغان پوځ يې جلال اباد لوري ته ورټېله کړو. ده د خپل دفاع لپاره، د اټک خيراباد، شبقدراو جهانگيره کې د مغلو پخوانۍ کلاګانې رغولي او پکې خپل تکړه پوځ ساتلط و. په اکتوبر ۱۸۳۶ م کې هغه د کابل نیولو پلان رنجیت سنګ ته ورواستاو او د یوې کلا جوړولو وړاندیز يې وکړو. راجه ورسره مخالفت کاو خو هری سنګ په ۱۸ دسمبر ۱۸۳۶ م کې د جمرود کلا بنسټ پخپل لاس کیښودو. د ده سره شا و خوا ۷ زره پوځ مله و چې د تیږو او خټو نه يې په یوې غونډۍ د کلا دېوالونه وخیژول. په ۵۴ یا ۵۵ ورځو کې ۴ گزه پلن او ۱۲ گزه لوړ دېوالونه جوړ شول چې د اسونو د تګ لپاره لارې او د څار برجونه يې هم لرل. هری سنګ اپریدو ملکانو ته ۱۲۰۰ روپۍ ورکړې چې له نزدې چینې اوبه واخلي. خو سیکانو په قبایلو ډېر باورنه کوو او د جنګ حالت لپاره يې کلا کې دننه يو کوهی وکيندلو. دغه کوهی ۱۵۱۲ فټ ( ۴۶۰ میټر) ژور و.
د تکمیل نه وروسته، دغه کلا ” فتح گړهه ونومول شوه. د دې له لوړ برجونو د خیبر درې څارنه کیدای شوه خو د افغانستان نه د پوځي حملې یوه بله لار په مومندو راتیرېده نو د کلا په ختیځ کې يو وړوکې د څاربرج هم جوړ شو چې “برج هري سنگهه” نوميدو او دېوالونه يې ۱۰ فټه لوړ وو. پښتانه اوس هم ورته ” کچه ګړې” وایی.
د ۱۸۳۷ م د ژمي په وتلو کې د رنجیت سنګ نمسی نونهال سنګ واده و. د څو ورځو په جشن کې پوځي پریډ هم شامل و او هری سنګ ته امر وشو چې څو غښتلي پوځي دستې دې لاهور ته ور واستوي. د جمرود کلا نه د پوځ ویستل یوه لویه اشتباه وه خو هري سنګ د راجه دغه امر وومنلو. په فتح ګړهه کې ۸۰۰ پلي، ۲۰۰ سپاره او ۸۰ توپچيان پاتې شول. ورسره د ټوپکو او بارود نه علاوه، لس لوې او ۱۲ وړې توپې وې.
دغه وخت کې د انګریزانو یو متقاعد افسر ” فاسټ” کابل ته په لار، جمرود نه تېر شو. د خیبر په علی مسجد کې هغه افغان پوځي سالار، محمد اکبر خان سره ولیدل نو ورته يې د جمرود د کلا حال وویلو. سردار محمد اکبر د حملې فیصله وکړه او په ۳۰ اپریل ۱۸۳۷ م افغان پوځ د جمرود په کلا ورمات شو. هری سنګ د مرستې لپاره خپل مخبر د یو لیک سره لاهور ته ورواستاو. هلته یو ډوګره پوځي دغه کس نه لیک واخستو خو دومره بنګ يې څښلي وو چې مهاراجه رنجیت سنګ ته په وخت يې و نه رساو.
هری سنګ د لاهور نه د مرستې په تمه د خپلو ځوانانو سره یو ځای په مېړانه وجنګېدو او په میدان کې ووژل شو.
په دومره لږ وخت کې د دې کلا جوړول د هری سنګ هغه صلاحیت په ګوته کوي چې یو مشر لپاره ضرور وي. د کلا نقشه د پیښور د بالا حصار په شان ده چې مرکزي ودانې نه چاپېره یو بل حصار تاو دی. چاپېره د څار برجونه دي چې ورباندې د توپو ایښودو ځای جوړ و. د دې تر ټولو لوړ برج د اس د ختلو لاره هم په تیږو جوړه ده. هغه ځای چې اوس ممکن څوک ۱۰ یا ۱۲ پوڼۍ جوړې کړي، ۴ او ۵ پوڼۍ جوړې دي. دا د هغه وخت د پوځیانو توان او زور په ګوته کوي. د ټول کلا نه چاپېره تر لیرې پورې سیمه ښکاري او هغه وخت چې اوسني ودانۍ نه وې، د خیبر درې نه حمله کوونکې پوځ مخامخ ورته ښکاریدو.
د نلوه له مړینې وروسته سیک پوځ بې حوصلې او د رنجیت سنګ د واک لمر په ډوبیدو شو. وروسته انګریز دغه کلا د افغانانو نه ونیوله او ځینې دېوالونه يې نور هم پاخه کړل. دلته یو ژور پوخ تالاو د اوبو زیرمه کولو لپاره جوړ و چې وروسته، انګریزانو به پکې بندیان ساتل. د جمرود کلا په لوړ برج د یوې کوټې په منځ کې د سردار هری سنګ نلوه ایری د خټو په یوه دایره کې ایښي دي.

د لیکوالې له بلاگ څخه



اعلان