ولسمشر: هېڅوک له قانونه لوړ نه دی، غېر مسوول وسله وال د منلو نه دي

افغانستان

ولسمشر: هېڅوک له قانونه لوړ نه دی، غېر مسوول وسله وال د منلو نه دي

149

ولسمشر اشرف غني د ارګ سلام خانې ماڼۍ کې د ازبک او ترکمن قومونو له استازو سره کتنه کې ویلي، هېڅوک له قانون څخه لوړ نه دی او غېر مسوول وسله وال د منلو وړ نه دي.
د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د یادو دوه قومونو استازو ولسمشر ته د نظام الدین قیصاري د قضیې یادونه کړې. اعلامیه کاږي، ولسمشر د هغوی د خبرو په ځواب کې ویلي، د ملي امنیت رییس ته لارښوونه شوې چې د قیصاري قضیې ته رسیدګي وکړي.
قیصاري چې د هېواد شمال کې یې غېر مسوول وسله وال درلودل، موده وړاندې د ملي امنیت له لوري ونیول چې تر اوسه په بند کې دی.
ولسمشر په ځلونو ویلي چې غېر مسوول وسله وال به مسوول کېږي.



اعلان