سيګار: د امنيتي ځواکونو شمېر په ناڅاپي ډول کم شوی

افغانستان

سيګار: د امنيتي ځواکونو شمېر په ناڅاپي ډول کم شوی

432

د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د څار ځانګړي ادارې سيګار په خپل وروستي راپور کې څرګنده کړې ده، چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې د افغان امنيتي ځواکونو شمېر په ناڅاپي ډول کم شوی دی.

دې ادارې زياته کړې ده، چې د دې ستر لاملونه د امنيتي ځواکونو له ليکو څخه د سرتېرو وتل او درنه مرګ ژوبله دي.

دې امریکایي ادارې ټينګار کړی، چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې ۱۰ سلنه کموالی راغلی او اوسنی شمېر يې له درې سوو زرو کم دی.

د سيګار مشر جان سوپکو وايي، چې د خپل دغه راپور د موندنو په اړه اندېښمن يو، ځکه د افغان امنيتي ځواکونو پر پښو درول د امريکا لومړيتوب دی.

دغه راپور کې دې ته هم اشاره شوې، چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سيمې نورې هم پراخې شوي دي او د هغو ولسي وګړو شمېر ډېر شوی چې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې ژوند کوي.

په ورته وخت کې بي بي سي يادونه کړې، چې د روان کال په پيل کې يې په يوه ترسره کړې څېړنه کې موندلې وه، چې افغان دولت يوازې د هېواد پر دېرش سلنه خاوره بشپړه ولکه لري.

ياده دې وي چې دفاع وزارت د امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه د سيګار دا راپور رد کړی دی. د دې وزارت وياند محمد رادمنش رسنيو ته ويلي، چې د هېواد په لر او بر کې د وسله والو پر ضد جګړې لپاره کافي ځواکونه لري.



اعلان