طالبان: د کابل بېګانی برید موږ نه دی کړی

افغانستان

طالبان: د کابل بېګانی برید موږ نه دی کړی

138

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه لنډ ټوېټر پېغام کې ویلي، د شهیدانو او معلولینو چارو پر معینیت برید دوی نه دی کړی.
پرون د ورځې شاوخوا درې بجې درې تنو وسله والو د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې د شهیدانو او معلولینو چارو او ټولګټو وزارت باندې برید پېل کړ چې د چارواکو په وینا د شپې لس بجې پای ته ورسېده.
چارواکو ویلي چې برید کې درې څلوېښت ملکي وګړي وژل شوي دي.
ویل کېږي امنیتي ځواکونو لسګونه نور کسان ژغورلي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
خو داعش ډلې له دې وړاندې په عامه تاسیساتو او ملکي ځایونو بریدونه کړي دي.



اعلان