د نړۍ لږ پېدا تور رنګه مڼې

پام وړ

د نړۍ لږ پېدا تور رنګه مڼې

541

عام ډول مڼې سرې یا شنې وي، خو تبت کې تور رنګ ته ورته د نړۍ لږ پېدا مڼې موندل کېږي.
دغه مڼې اصلن د چین د هوا نایو (د چین سره خواږه) له ډلې څخه دی. دغه مڼې د تبت په نیانګ سیمه کې موندل کېږي.


یوې چینایي کمپنۍ د اوبو له سطحې ۳۱۰۰ متره لوړه ځمکه کې په پنځوس هکتاره ځمکه باندې باغ جوړ کړی دی.
دغه سیمه کې د شپې او ورځې د تودوخې د درجې تر منځ ډېر توپیر وي. د ورځې لمر د مڼو د رنګ په بدلون کې رول لري.
په لومړي ځل دغه تور رنګ ته ورته مڼې په ۲۰۱۵ ز کال کې ترلاسه شوې. دغه مڼې په ډېر قیمته مارکیټونو کې پلورل کېږي.
د یوې مڼې قیمت اووه ډالره دی چې نږدې ۵۲۰ افغانۍ کېږي.
عام ډول د مڼې ونې له درېیو تر پنځو کلونو مېوه ورکوي، خو دغه ونې له اتو کلونو وړاندې مېوه نه ورکوي.



اعلان