انډپنډنټ: ۲۰۱۹ به د ټرمپ د اجنډاو کال وي

راپورونه

انډپنډنټ: ۲۰۱۹ به د ټرمپ د اجنډاو کال وي

333

انډپنډنټ برتانوۍ ورځپاڼې په يوه وروستي مطلب کې څرګنده کړې ده، چې راتلونکی کال به د ولسمشر ټرمپ د اجنډا کال وي او نوموړی به په ازاد ډول خپل سياستونه پلي کړي.

د مطلب ليکوال کريس سټيفنسون د امريکا د دفاع وزير جيمز مټيس استعفا ته په کتو ويلي، چې د ده او دوو نورو چارواکو له لوري دندو پرېښودو ټرمپ ته دا فرصت ورکړ، چې خپل کارونه په ازاد ډول ترسره کړي او مخې ته د درېدو يې څوک نه وي.

ليکوال د بېلګې په توګه د ايران پر ضد او کډوالۍ برخه کې د ټرمپ سياستونو ته اشاره کړې او زياته کړې يې ده، چې ورته نورې اجنډاوې به هم ټرمپ په ۲۰۱۹ کال کې په پوره زور پلې او ترسره کړي.

مطلب کې دې ته اشاره شوې چې د مټيس استعفا واشنګټن کې ډېر خلک هک کړي او ښايي نړۍ کې د امريکا د ايتلافي هېوادونو مشرانو ته هم د تعجب وړ وي.

د ليکوال په وينا مټېس وروستی هغه چارواکی و، چې د ټرمپ د توندو غبرګونونو پر مهال يې مداخله او ټرمپ سره بحث کولی شو.

ورته څرګندونې د امريکا يوه سناتور کورکر هم کړې دي، هغه وايي چې د بهرنيو چارو پخوانی وزير ريکس ټېلرسن، دفاع وزير مټيس او د سپينې ماڼۍ د چارواکو رييس جون کيلي هغه کسان وو، چې د ولسمشر د لارښوونې لپاره هلته وو، خو ډېر ژر ټېلرسن د دندې پرېښودو ته اړ ويستل شو او کيلي او مټيس پاتې شول خو ټرمپ سره يې نور ګذران نه کېده.

د امريکا دفاع وزير جنرال مټيس د ټرمپ له هغه اعلان وروسته استعفا ورکړه، چې سوريې نه يې د امريکايي ځواکونو د ويستلو وويل، ټاکل شوې وه چې نوموړی د راتلونکي کال د فېبرورۍ په پای کې خپله دنده خوشې کړي، خو د سپينې ماڼۍ د چارواکو په وينا هغه ته د ټرمپ د قهر له امله ښايي دوه مياشتې مخکې له دندې وشړل شي.

بل پلو شنونکي دې ته اشاره کوي، چې په بهرنیو هېوادونو کې د امريکا جګړې خپله د ټرمپ د سياست يوه مهمه برخه ده او نوموړی له پيله د دې جګړو خلاف دی، چې په وروستيو کې له سوريې او افغانستان نه د سرتېرو د ويستلو اعلان د دې خبرې پخلی کوي، نو ښايي راتلونکي کال کې دا چاره لا زور واخلي.

د انډپنډنټ مطلب په پای کې دې ته اشاره کړې، چې ۲۰۱۹ کال به د ټرمپ د دې شعار کال وي، چې «لومړی امريکا» او داسې به ټرمپ په بشپړ ډول د خپلو سياستونو پلي کولو ته کار ووايي.



اعلان