ټرمپ خپل دفاع وزير د استعفا له نېټې دوه مياشتې وړاندې شړي

افغانستان

ټرمپ خپل دفاع وزير د استعفا له نېټې دوه مياشتې وړاندې شړي

148

امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع وزير جنرال جيمز ميتس د استعفا له امله په غوسه شوی او نوموړی يې د استعفا د نېټې له رارسېدو دوه مياشتې وړاندې له کاره شړلی دی. امريکايي چارواکي وایي، چې ټرمپ پر ميتس په قهر دی.

امريکايي ولسمشر تېره ورځ پر خپله ټويټر پاڼه اعلان کړه، چې د دفاع وزير مرستيال پيټريک شانهان يې د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د دفاع وزارت سرپرست ټاکلی دی، له دې وړاندې ولسمشر ټرمپ ويلي وو، چې ميتس به د فېبرورۍ په پای کې خپله دنده خوشې کړي.

ټرمپ د سرپرست دفاع وزير ستاينه کړې ده او ويلي دي، چې هغه به راتلونکې کې يو «لوی سړی وي».

ټرمپ په يوه بل ټويټ کې د شنبې په ماښام د ميتس په اړه وويل، چې پخواني ولسمشر په ډېر بې‌آبه ډول له دندې ګوښه کړی و، خو ما بيا هم دې متقاعد جنرال ته فرصت ورکړ.
بارک اوباما په ۲۰۱۳ کال کې جنرال ميتس د مرکزي ځواکونو له مشرۍ ګوښه کړی و.

رويټرز د ټرمپ د حکومت د يوه لوړپوړي چارواکي له خولې ليکلي، چې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د يکشنبې په ماښام جنرال ميتس ته ويلي، چې د راتلونکې مياشتې په سر کې خپله دنده خوشې کړي.

دغه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ويلي، چې ټرمپ غواړي دا کار په بيړه ترسره کړي او دوو نورو مياشتو ته اوږدول يې ښه نه بولي. د هغه په وينا ټرمپ ښايي راتلونکو دوو اونيو کې نوی دفاع وزير وټاکي.



اعلان