د نړۍ تر ټولو بخيله ښځه

پام وړ

د نړۍ تر ټولو بخيله ښځه

450

يوه امريکايي ښځه چې څه باندې يوه پېړۍ وړاندې مړه شوې ده، د کېنېس د عجايبو په کتاب کې يې نوم د نړۍ د بخيلې ښځې په نامه په داسې حال کې ثبت شوه چې هغې څلور مليارده ډالر سرمايه هم لرله.
رسنۍ راپور ورکوي چې دغه امريکايي مېرمن هاتي ګرين نومېږي او د وال سټريټ د ساحرې په نامه پېژندل کېږي. هغه په ۱۸۳۴م کال په امريکا کې زېږېدلې ده او په ۱۹۱۶م کال کې د ۸۱ کلنۍ په عمر مړه شوې ده. 
هاتي ګرين په ۱۹۶۵م کال کې له خپل پلار څخه اووه نيم مليونه ډالر ميراث تر لاسه کړ او يو څه ځمکه هم. هغې د وسپنې په مختلفو شرکتونو کې سهمونه واخيستل او ډېرې سوداګرۍ يې پيل کړې.
کله چې يې مېړه سره واده کاوه، شرط يې دا و چې د هغې له سرمايې به يو انه هم نه مصرفوي. کله چې يې د مېړه قرضونه زيات شول، هغې له کوره واېست.
کله چې د هاتي ګرين د زوی پښه ماته شوه، هغې روغتون ته د درملنې له پاره وې نه وړ، بلکې په کور کې يې خپله درملنه شروع کړه چې په پايله کې يې د زوی پښه پرې شوه. 
د هغې خواړه اېشېدلې هګۍ وې، او دغه راز تر پايه يې موټر وا نه خيست، بلکې په خره سپرېده او ويل کېږي چې يوازې يوه جوړه کالي يې لرل او که کومه برخه يې چټلېده، هماغه برخه يې وينځله.



اعلان