د ولسي جرګې ټاکنو لومړنیو پایلو کې د حکومت سر سخت منتقدین نه دي بریالي شوي

راپورونه

د ولسي جرګې ټاکنو لومړنیو پایلو کې د حکومت سر سخت منتقدین نه دي بریالي شوي

816

له څه مودې راهیسې د ځینو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې په ځنډ سره اعلانېږي.
نن د ننګرهار ولایت د ټاکنو پایلې اعلان شوې. ننګرهار په ولسي جرګه کې څوارلس نارینه استازي لري. دا ځل څو تنه نوي کسان بریالي شوي دي.
ظاهر قدیر چې ننګرهار کې بانفوذه شخص دی او د ولسي جرګې مرستیال پاتې شوی، لومړنیو پایلو کې یې جرګې ته لاره نه ده موندلې.
ظاهر د حکومت سخت نیوکه کوونکی و او په ځلونو یې په ولسمشر او نورو لوړ پوړو چارواکو نیوکې کړي دي.
څو ورځې وړاندې د بدخشان ولایت پایلې هم اعلان شوې چې عبدالطیف پدرام په کې و نه توانېده جرګې ته لاره ومومي.
پدرام چې ایتنیکي پیاوړي تمایلات لري، د حکومت له سختو منتقدینو څخه دی. ویل کېږي هغه اوس ځان ولسمشرۍ ته کاندیدوي.
له کندهاره حمیدزی لالی هم ناکام شوی. دی هم د حکومت له سختو منتقدینو څخه دی.
همایون همایون له خوست ولایت څخه نه دی توانېدلی چې جرګې ته لاره ومومي. دی هم د حکومت له سختو سیاسي مخالفینو او د بلخ د پخواني والي له نږدې ملګرو څخه دی.
د ټاکنو کمېسیون وایي چې دا لومړنۍ پایلې دي او ښایي چې د وروستیو پایلو په اعلان سره پایلو کې بدلون راشي.
ځینې کسان وایي چې ولس د دغو کسانو په اړه پرېکړه کړې، خو ځینې بیا د درغلۍ خبره هم کوي.



اعلان