د لا علاجه شکر اغېزمنه درملنه موندل شوې

روغتیا

د لا علاجه شکر اغېزمنه درملنه موندل شوې

850

شکر لا علاجه ناروغۍ ګڼل کېږي چې بشپړه درملنه یې ناشونې ښکاري، خو د ژوند طریقه کې په بدلون راوستو کولای شو چې ځان تر ډېره روغ وساتو.
اوس پوهانو ادعا کړې چې د شکر درملو کې یې پرمختګ کړی دی. دغه درمل د انسولین جوړوونکو حجرو شمېر څو چنده زیاتوي او د شکر درملنه کولای شي.
دغه ادعا امریکا کې ماونټ سینایی روغتون کې شوې.
دوی د هارماین په نوم د درملو جوړولو ادعا کړې ده. دغه درمل انسولین جوړوونکې حجرې (بېټا حجرې) لس چنده زیاتوي.
د شکر ناروغان د بېټا حجرو له کمي سره مخ وي. بېټا حجرې انسولین جوړوي.
دغه درمل اوس د ازموینې له پړاوونو تېرېږي.
نړۍ کې د شکر ناروغي د وبا په څېر خپرېږي چې لامل یې چاغوالی او د ژوند ناقص نظام دی.
که شکر کنټرول نه کړل شي، نو ګردو ته زیان رسولای شي، د زړه ناروغۍ، فلج او نورو ناروغیو لامل کېدای شي.



اعلان