د بهرنیو چارو وزارت د ایران مرستیال سفیر احضار کړی

افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت د ایران مرستیال سفیر احضار کړی

230

د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د ایران د سفارت مرستیال احضار کړی.
د بهرنیو چارو وزارت سعید حسیني ته په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایرانیانو له چلند څخه شکایت کړی.
د وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې حسیني له افغانانو سره شوی چلند د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف بللی او زیاته کړې یې ده چې دغه مسله به په جدي ډول تعقیب کړي.
وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې یوې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې څو کسان چې د ایران د امنیتي ځواکونو یونیفورم یې په تن دی، د افغان کډوالو سپکاوی او تحقیر کوي.
ټولنیزو شبکو کې دغې ویډیو ته توند غبرګون وښودل شو او په پراخه کچه وغندل شو.



اعلان