د پاکستان د پوځ مشر: سخته هڅه کوو چې افغانستان ته سوله راوړو

افغانستان

د پاکستان د پوځ مشر: سخته هڅه کوو چې افغانستان ته سوله راوړو

425

پاکستان له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو د پلان هرکلی کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ملتان ښار کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي، دا پرېکړه د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د روانو خبرو له پاره ښه ګام دی.
د فاکس نیوز د رپوټ له مخې، قریشي تېره اوونۍ په ابوظبۍ کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو اترو هم هرکلی وکړ.
قریشي ویلي چې د افغان سولې د پروسې ملاتړ به وکړي.
بل خوا، د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه ویلي، هڅه کوو چې افغانستان ته سوله راولو.
باجوه ویلی، جګړې خلکو ته وژنې، ورانی او بې وزلي منځته راوړي.
امریکایي رسنیو دوه ورځې وړاندې ولیکل چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پوځ ته ویلي چې له افغانستانه د اووه زره پوځ د را ایستلو پلان جوړ کړي.
ویل کېږي، دوه میاشتو کې به دغه پوځ وویستل شي.



اعلان