امريکا څه شي د سوريې پرېښودو ته اړ کړه؟

راپورونه

امريکا څه شي د سوريې پرېښودو ته اړ کړه؟

514

نړيوالو شنونکو په دې اړه خپل نظرونه ورکړي، چې څه شي امريکا دې ته اړ کړه چې په يو واري له سوريې نه د خپلو ځواکونو د ويستلو اعلان وکړي؟ هغوی څرګنده کړې چې ټرمپ د داعش ډلې د ماتې خبره وکړه او خپلو عسکرو ته يې د سوريې د پرېښودو امر وکړ، څرګنده ده، چې ټرمپ د دې پخلی کول غواړي چې د ټاکنو پر مهال د کړو ژمنو وروستۍ ژمنه هم پوره کوي، خو دا کار اوس ولې؟
شنونکي څرګندوي چې سوريه نوره ټرمپ ته مهمه نه ده، ځکه د لوبې اصلي موخه ټول منځنی ختيځ و، واشنګټن غواړي چې سيمه کې د خپل نفوذ کمېدل ودروي او لږ تر لږه له سوريې وتل د دې اسانه لار ده.
اسانه ځکه چې سوريه چې بېرته د بشار الاسد لاس ته ولوېده، نوره د امريکايي شتون لپاره هيڅ پوځي او جيوپولټيک معنا نه لري، ترکيه چې روسيې او ايران سره هوکړې ته رسېدلې، د سوريې د کړکېچ د اواري درېيم لوری ګرځېدلی او امريکا ته هلته نور ځای پاتې نه دی. امريکا کولی شول چې ترکيې سره په ګډه خپل رول ولوبوي، خو د دواړو هېوادونو اړيکې وروستيو کلونو کې سختې خرابې شوې او اردګان روسيې سره د اړيکو جوړول په ګټه وبلل.
د سوريې قضيه کې بله مهمه خبره دا ده چې د ځواکونو ويستل خپله د ټرمپ غوښتنه هم وه، ځکه ترکيه د نړۍ ټولو زبرځواکونو ته خورا مهمه ده، ټرمپ د ځواکونو په ويستلو د اردګان يوه غوښتنه پوره کوي، چې دا ښايي لږ تر لږه امريکا نه د ګولن د غوښتنې قضیه سړه کړي، که بېخي يې و نه هم باسي..
دا چې د امريکا په وتلو سوريه کې ډېر تاوان چا ته دی، نو شنونکي کردان هغه څوک يادوي چې بايد له دې وروسته خورا احتياط وکړي او له خپلو مخالفو لوريو سره نتيجې ته ورسېږي.



اعلان