طالبان: د نړۍ د یوازیني زبر ځواک ادعا کوونکي هېواد ته مو ماته ورکړه

افغانستان

طالبان: د نړۍ د یوازیني زبر ځواک ادعا کوونکي هېواد ته مو ماته ورکړه

1287

که څه هم له افغانستانه د نیمایي امریکایي پوځیانو وتلو ته د طالبانو رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی، خو یو شمېر طالب قومندانانو دغو وتلو ته خوښي ښودلې او نمانځلې یې ده.
له هلمنده یو مشر طالب قومندان این بي سي ته ویلي، زموږ د سلګونو زره خلکو اوولس کلنې مبارزې او قربانۍ پای ښه پایله ورکړه.
دغه قومندان د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، ټولې نړۍ ته مو ثابته کړه چې موږ د نړۍ د یوازیني زبر ځواک ادعا کوونکي هېواد (امریکا) ته ماته ورکړه.
"موږ خپلې موخې ته نږدې یو."
کونړ کې یوه بل طالب مشر د امریکا د پوځ وتلو اعلان ته په غبرګون کې ویلي، امریکایان باید ترې زده کړه وکړي.
مولوي شېر محمد زیاته کړې، د امریکا ولس، په ځانګړې توګه د دوی واکمن باید په دې فکر وکړي چې دوی د افغانستان له برید کولو څه تر لاسه کړل.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلان لري چې راتلونکو دوه میاشتو کې اووه زره پوځیان له افغانستانه وباسي.
ویل کېږي د امریکا دفاع وزارت د وتلو په پلان کار پېل کړی دی.



اعلان