هندي رسنۍ: له افغانستانه د امریکا وتل به افغانستان کې د هند شتون او پانګونه خطر کې واچوي

راپورونه

هندي رسنۍ: له افغانستانه د امریکا وتل به افغانستان کې د هند شتون او پانګونه خطر کې واچوي

786

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پوځ ته امر کړی چې له افغانستاته د امریکایي پوځ د وتلو پلان جوړ کړي.
امریکایي سرچینې وایي، د امریکا دفاع وزارت پر دغه پلان کار پېل کړی او تمه ده چې راتلونکو دوه میاشتو کې به اووه زره امریکایي پوځ له افغانستانه ووځي.
هندي رسنیو کې د ټرمپ دغې پرېکړې ته اندېښنې ښودل شوي دي.
ټایمز اف انډیا لیکي، له افغانستانه د امریکایي پوځ وتل د کابل حکومت له پاره بد خبر دی او دغه راز دا به افغانستان د هند شتون او پانګونه هم له ګواښ سره مخ کړي.
د مقالې لیکوال وایي، له افغانستانه وتل به د طالبان بیا راتګ ته لاره اواره کړي.
د لیکوال په باور، د امریکا له وتلو وروسته د پاکستان نیابتي جګړه مار افغانستان ته راشي.
لیکوال زیاتوي، له افغانستانه د امریکایي پوځیانو وتل ځینې امریکایي کارپوهان د امریکا ماته ګڼي.
او دا ګام داسې مهال پورته کېږي چې ولسمشر ټرمپ له سوریې د دوه زره امریکایي پوځیانو د وتلو امر هم ورکړی.
له دغو پرمختګونو سره هممهاله د امریکا دفاع وزیر هم له خپلې دندې استعفی ورکړې ده.



اعلان