نوې څېړنه: ورزش د فشار له پاره لکه درملو غوندې دي

روغتیا

نوې څېړنه: ورزش د فشار له پاره لکه درملو غوندې دي

178

لندن کې د لندن اقتصاد ښوونځي له لوري تر سره شوې څېړنه کې ویل شوي، که چېرې د وینې فشار ناروغان ورزش، وزن اوچتول، بایسکل چلولو یا په پښو ګرځېدل وکړي، نو اغېز به یې لکه د درملو په څېر وي.
خو دوی د دوا نه پرېښودو سپارښتنه هم کړې ده.
دوی دغه څېړنه په څلوېښت زرو کسانو کړې. دا لومړی ځل دی چې د ورزش او درملو تر منځ پرتلنه کېږي.
څېړنه کې زیاته شوې چې ورزش په درملو بدلېږي، یانې اغېز یې د درملو په څېر وي.
کارپوهانو ویلي، د دې څېړنې موخه هېڅکله هم دا نه ده چې درمل خوړل دې پرېښودل شي، بلکې له درملو سره که ورزش وشي، نو ګټه به یې دوه چنده وي.



اعلان