ټرمپ به ژر له افغانستانه ۷۰۰۰ امریکایي پوځیان وباسي

افغانستان

ټرمپ به ژر له افغانستانه ۷۰۰۰ امریکایي پوځیان وباسي

345

امریکایي سي این این د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د یوه چارواکي له خولې لیکلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا پوځ ته امر کړی، له افغانستانه د پوځ وتلو ته پلان جوړ کړي.
چارواکی چې له دغې موضوع نېغ مالومات لري ویلي یې دي چې پلان تر عمل لاندې دی.
د چارواکي په وینا، ښایي له افغانستانه د اووه زره پوځیانو وتل میاشتې ونیسي.
رسنۍ وایي، دا پرېکړه د سه شنبې په ورځ شوې. هغه ورځ چې ټرمپ له سوریې څخه د پوځ د وتلو اعلان وکړ.
افغانستان کې څوارلس او سوریه کې دوه زره امریکایي پوځیان مېشت دي.
په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس له دندې استعفی کړې. ویل کېږی چې د ولسمشر او دفاع وزیر تر منځ یو لړ اختلافات و.
دا پرمختګونه داسې مهال کېږي چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې هم روانې دي.
خبرو کې د طالبانو تر ټولو مهم ټینګار له افغانستانه د امریکایي پوځ پر وتلو دی.



اعلان