رسنۍ: انس حقاني د باگرام له زندانه خوشي شو

افغانستان

رسنۍ: انس حقاني د باگرام له زندانه خوشي شو

996

شيبه وړاندي يو شمېر رسنيو خبر خپور کړ. چې سرچينو ورته ويلي چې د مولوي جلال الدين حقاني کشرى زوى چې په باگرام کې بندي و، له ٩تنو نورو طالب چارواکو سره يو ځاى نن له زندان خوشى شو

خو د طالبانو ويان ذبيح الله مجاهد وايي چې ابس حقاني تر اوسه نه دى خوشى شوى.
مجاهد رسنيو ته په ليږل شوي غبرگون کې ليکي:
#وضاحت:
نن په ځینو ځایونو آوازې خپرې شوې دي چې دانس حقاني له زندان څخه راخلاص شوی دی.
دغه آوازې حقیقت نه لري، تر اوسه پورې د نوموړي د خلاصون په اړه اسلامي امارت ته اطمئنان نه دی ورکړل شوی او نه هم په دې برخه کې کوم د پام وړ پرمختګ شوی.
مجاهد



اعلان