لاس انجلس ټایمز: امریکا افغانستان کې جګړه بایللې

راپورونه

لاس انجلس ټایمز: امریکا افغانستان کې جګړه بایللې

710

امریکایي لاس انجلس ټایمز د افغانستان په تړاو یوه مقاله خپرې کړې. د مقالې عنوان دی، د افغانستان جګړه په ټپه ولاړ حالت نه دی، امریکا جګړه بایللې ده.
د مقالې لیکوال وایي، د افغانستان روانه جګړه د امریکا د پوځي تاریخ تر ټولو لویه ناکامي ده.
لیکوال دې ته هم اشاره کړې چې د امریکا د پوځ عمومي قومندان (ولسمشر ټرمپ) تر اوسه امریکا ته سفر نه دی کړی. د لیکوال په وینا، افغانستان ته د ډونلډ ټرمپ سفر به هغه وضعیت ته پام واړوي، کوم وضعیت (جګړه) چې هغه یې له پامه غورځوي.
ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال د جګړې ضد دریځ درلود او د جګړې د پای ته رسېدو خبره یې کوله.
مقاله وایي، واقعیت دادی چې د امریکا هڅې په افغانستان کې په نظم او ثبات راوستو کې ناکامه شوي دي.



اعلان