ملي امنيت شورا: د سولې «بېړنۍ سودا» را ته د منلو نه ده

افغانستان

ملي امنيت شورا: د سولې «بېړنۍ سودا» را ته د منلو نه ده

953

د افغانستان ملي امنيت شورا د امريکايي استازي زلمي خليلزاد او وسله والو طالبانو تر منځ د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په تړاو غونډو ته په اشاره ويلي، چې د افغانستان خلک دا «بېړنۍ سودا» نه مني، چې د افغانانو قربانۍ له پامه غورځوي.

ملي امنيت شورا دا څرګندونې اماراتو کې د امریکا، طالبانو، سعودي، اماراتو او پاکستان د استازو له دوه ورځينۍ ناستې وروسته کړې دي. د دې شورا خبرپاڼه کې ويل شوي، چې هيڅ هېواد يا فرد دا حق نه لري، چې افغانستان لپاره نوي حکومتي جوړښتونه رامنځته کړي.

ملي امنيت شورا دې برخه کې د متحده ايالاتو د هڅو مننه کړې، خو څرګنده کړې يې ده، چې روان وضعيت وضاحت ته اړتيا لري.

معلومه نه ده چې ملي امنيت د دې غونډو د څه شي په اړه د وضاحت غوښتنه کوي، خو ګومان کېږي هغو ګنګوسو ته اشاره وي، چې رسنيو د موقت حکومت، ټاکنو ځنډېدو او نورو مسلو په اړه خپرې کړې دي.

سره له دې چې د خليلزاد او طالبانو تر منځ د دې غونډو ډېری جزيات له رسنيو پټ پاتې دي، خو طالبانو په خپلو اعلاميو کې يادې اوازې رد کړي او ويلي يې دي، چې امريکايي لوري سره يې د بهرنيو ځواکونو پر وتلو، طالب بنديانو پر خوشې کولو او هوايي بريدونو کې د تلفاتو په اړه خبرې کړي.

زلمي خليلزاد تېره ورځ د ناستې له پای ته رسېدو وروسته رسنيو سره خبرو کې دا ناسته بريالۍ وبلله او بيا کابل ته راغی. نوموړي کابل کې د ولسمشر غني او اجرايه رييس ډاکټر عبدالله په ګډونو له افغان چارواکو سره ليدلي دي.



اعلان