"په ۲۰۴۳ ز کال کې به مسلمانان اروپا ونیسي او روم به د خلافت مرکز شي"

پام وړ

1636

بابا ونګا د بلغاریې اوسېدونکې وه. هغه په ۱۹۹۶ ز کال کې مړه شوې، خو له مړینې وړاندې یې ځینې وړاندوینې کړې وې چې زیاتره یې ریښتیا شوې دي.
ونګا ړنده وه. په ۲۰۰۱ ز کال کې د امریکا په اسمانڅکو ودانیو بریدونه، د ۲۰۰۴ ز کال ویجاړوونکی سونامي، د باراک اوباما د ولسمشر کېدو او ځینې نورې وړاندوینې ریښتیني ثابتې شوې دي.
د برتانوي دې مرر رپوټ وایي، د ونګا د راتلونکي ۲۰۱۹ ز کال وړاندوینو کې د روسیې په ولسمشر وژونکی برید او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوې سختې ناروغۍ اخته کېدل شامل دي. هغې ویلي چې ټرمپ به کوڼ شي.
په خپله پوتین هم ویلي چې څو ځل یې د وژلو هڅه شوې.
ونګا په ۲۰۱۹ ز کال کې په اسیا کې د یوه سخت سونامي د راتلو او د اروپایي اتحادیې د ټوټه کېدو خبره هم کړې.
نورو وړاندوینو کې یې یوه داده چې په ۲۰۴۳ کې به مسلمانان په اروپا غالب شي، خلافت به جوړ او روم به یې پلازمېنه وي.



اعلان