هيکرانو د اروپايي اتحادې د ديپلوماتانو گڼ پيغامونه هيک کړي

راپورونه

هيکرانو د اروپايي اتحادې د ديپلوماتانو گڼ پيغامونه هيک کړي

100

بي بي سي نړيوال چينل څو شيبې وړاندي خبر ورکړ چې هیکرانو د اروپايي اتحاديې او د ملگرو ملتونو د ادارې د گڼو ديپلوماتانو انلاين ليږل شوي پيغامونه او ايميلونه هيک کړي او افشا کړي .

په دې پيغامونو کې د ټرمپ او پوتين د اړيکو او ناستو په اړه پيغام هم شامل دى چې د روسيې ولسمشر ولادبمير پوتين پکې بريالى بلل شوى. همدا راز له اروپايي چارواکو ته د چين د ولسمشر شي جينگ پينگ يو پيغام هم شته چې د ډونالډ ټرمپ د زورکي ژبي په وړاندي د چين د مقاومت هوډ څرگند شوى.
د هيکرانو دغه ډله له دريو کالو راهيسې په دې کار بوخته پاتې شوي.
د اروپايي ماهرينو گمان داده چې دا همغه ډله ده چې يو وخت د چين په سايبري پوځ باندې مشهوره وه او غالب گمان دا دى چې دا ځل به هم دا کار له چينايانو سره اړه ولري.



اعلان