خلیلزاد د پاکستان د پوځ مشر سره کتلي، نن شپه کابل ته راځي

افغانستان

خلیلزاد د پاکستان د پوځ مشر سره کتلي، نن شپه کابل ته راځي

372

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ له مشر سره کتلي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور پر خپل ټوېټر د زلمي خلیلزاد او جنرال قمر باجوه تصویر خپور کړی دی.
غفور ویلي چې دواړو په سیمه ییز امنیت او د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
غفور زیاته کړې چې خلیلزاد په افغان سوله کې د پاکستان د هڅو ستاینه وکړه.
بل خوا، خلیلزاد هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې پاکستاني مشرانو سره مې ولیدل او نن شپه به کابل ته لاړ شم.
دا له ګومارل کېدو وروسته پاکستان ته د خلیلزاد درېیم او کابل ته به یې څلورم سفر وي.
خلیلزاد له ابوظبۍ اسلام اباد ته تللی. د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د طالبانو او امریکایانو دوه ورځینۍ غونډه نن پای ته ورسېده.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې غونډه کې د بهرنیو پوځیانو پر وتلو او د بندیانو پر خوشې کولو خبرې وشوې، خو دا چې دوی کومې هوکړې ته رسېدلي که نه، په دې اړه یوه لوري هم څه نه دي ویلي.



اعلان