حېرانوونکې؛ یوه تمساح له شلو کلونو راهیسې له انسان سره اوسېږي

پام وړ

حېرانوونکې؛ یوه تمساح له شلو کلونو راهیسې له انسان سره اوسېږي

437

تایی لینډ کې یوه سړي له تېرو شلو کلونو راهیسې یوه تمساح ساتلې ده.
دغه تمساح دري پنځوس کلن کناتهپ په خپل کور کې ساتلې چې کور کې یې ازاده ګرځي.
کناتهپ له دغې تمساح څخه د څوکېدارې په توګه ګټه اخلي، له کوره بهر یې ځکه نه پرېږدي چې بیا کوم نا اشنا کس ته د ژوند ښه درس ورکولای شي.
کناتهپ دغه تمساح شل کاله وړاندې له یوې بلې سره یو ځای کور ته وړې وې. دوی پرې سره او سپین زر نومونه ایښي و، خو پای کې یوازې یوه پاتې شوه.
دغه شخص وایي، تمساح چا ته زیان نه رسوي او زیاتره وخت د یوه مېز لاندې بې حسه پرته وي.



اعلان