طالبان: مذاکرات پاى ته ورسيدل

افغانستان

طالبان: مذاکرات پاى ته ورسيدل

1786

په يو تازه اعلاميه کې چې د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لورې رسنيو ته استول سوې راغلي چې اصلي مذاکرات پرون او هابل پرون تر سر ه شول او د راتلونکو پرمختگونو په اړه به هرجانب له خپلو ليډرانو سره خبري شريکې کړي!

په اعلاميه کې راغلي”

“د ابوظبۍ د ناستي په اړه د اسلامی امارت د ویاند وضاحت

د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د روان میلادي کال د ديسمبر میاشتي په اولسمه او اتلسمه نیټه د اسلامي امارت د استازو لخوا له امریکایي لوري سره مذاکرات تر سره شول.

په دې مسلسلو ناستو کې چې د دریو اسلامي هیوادو استازو هم ګډون په کې درلود، ترټولو زیات ترکیز له افغانستان څخه د خارجي عسکرو په وتلو باندې وو، همدارنګه په ملکي خلکو د ړندو بمباریو په اړه د اسلامي امارت پلاوي د غونډې برخوالوته مستند معلومات او شواهد وړاندې کړل او جدا يې د دریدو غوښتنه وکړه، په غونډه کې د بندیانو سره د انساني چلند او د هغوی د خلاصون غوښتنه هم مطرح شوه، چې غور به ورباندي کیږي، د اوربند او کابل ادارې سره د مذاکراتو، موقت حکومت، انتخاباتو او نور کورنیو مسائلو په برخه کې وار له مخه د اسلامي امارت دریځ څرګند وو چې خبرې به نه ور باندي کیږي، ځکه چې د ټولو مشکلاتو بنیاد او لوی خنډ د افغانستان اشغال دی او هغه باید پای ته ورسیږي.

د راتلونکو مذاکراتي ناستو په اړه به دواړه لوري له خپلو مشرانو سره سلا او مشورې کوي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۱/۴/۱۴۴۰هـ ق

۲۸/۹/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/12/19م”



اعلان