"چین کې د دوه سوه پاکستانیانو مېرمنې زنداني دي، خو پاکستان پرې چوپ دی"

راپورونه

216

د چوهدري جاوید عطا مېرمن د چین اویغور مسلمانه ده او امینه ماناجی نومېږي. د دواړو د واده څوارلس کاله شوي.
د اسوسیټېډ پرېس خبري اژانس د رپوت له مخې، عطا د وچې او تازه مېوې سوداګر دی او وروستی ځل تېر کال و چې پاکستان ته د خپلې ویزې د نوي کولو له پاره لاړه.
عطا ته یې د مېرمنې وروستۍ خبره دا وه "څنګه چې ته لاړ شې، نو چینایي چارواکي به مې کمپ ته یوسي او بیا به هېڅکله هم بېرته را و نه ګرځم."
رپوت وایي، عطا له دوه سوه هغو پاکستانیو سوداګرو څخه یو دی چې چینایي مېرمنې یې ورکې شوي دي.
دغه چینایي مېرمنې چینایي چارواکو د ښوونیزو کمپونو په نوم یو ډول زندانونو ته بیولي دي.
د چین په حکومت تور دی چې نږدې یو میلیون لږه کي مسلمانان یې دغو کمپونو کې ساتلي دي.
چین غواړي چې دوی له مذهبه لرې او له سره بیا وروزل شي.
عطا وایي، چینایي چارواکي دا کمپونه ښوونځي بولي، خو اصلن زندانونه دي.
خو د چین ګاونډی پاکستان او نور مسلمان هېوادونه د سیاسي-اقتصادي ګټو له امله د چین په دغه چلند پرلپسې ډول چوپ دي.
واشنګټن کې په وډرو ویلسن مرکز د اسیا د چارو کارپوه مایکل ګوګلمن هم وایي چې د دغې چوپتیا لامل اقتصادي ګټې دي چې له لارې یې مسلمانه نړۍ غواړي د راتلونکي ستر ځواک (چین) سره اړیکې ولري.
پاکستان چې نورو هېوادونو کې د اسلام او د پېغمبر (ص) د سپکاوي موضوع ډېره جدي نیسي، په دغه موضوع چوپ دی.
د پاکستان د دغې چوپتیا یو لامل د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پېک) دی چې چین یې پاکستان کې پلې کوي او لګښت یې ۷۵ میلیارده ډالر دی.



اعلان