که غواړئ چې ژمی مو خوشاله تېر شي، نو دغه پنځه کارونه وکړئ

پام وړ

که غواړئ چې ژمی مو خوشاله تېر شي، نو دغه پنځه کارونه وکړئ

773

د ژمي ورځې لنډې، تیارې او خپه کوونکې وي، په داسې حال کې چې موږ غواړو ژوند مو ارامه او له اندېښنو لرې وي.
زیاتره وخت د ورځینو چارو له امله ستونزمنه وي چې خپل ځان ته پام وکړو او وخت وباسو.
د rituals of everyday لیکوالانې چې دوه خویندې دي، د ژمي موسم تېرولو له پاره یې پنځه نسخې (لارې) وړاندې کړي چې دلته یې تاسو ته وړاندې کوو.
۱- د کافي یا چای جوړولو پر مهال فکر
کله چې د چای یا د کافي د خوټېدو انتظار کوئ، نو دغه مهال (انتظار) غور و فکر ته ورکړئ. مطلب هېڅ مه کوئ. لږ تم شئ او وګورئ چئ فکر مو چېرته ځي (چېرته رسوي).
له کوره بهر ته له تلو وړاندې پر دې فکر کوو چې بهر څه کېږي، خو که چېرې لږ وخت وباسئ، نو احساس به کړئ چې تاسو د خپلې راتلونکې ورځې په اړه له دننه (خپل فکره) څه غواړئ.
۲- د خپلې بسترې سمول
دا داسې کار دی چې غېر اړین بلل کېږي، خو دې کار کې دومره ځواک دی چې ستاسو بدلولی شي.
سهار مهال د خپلې بسترې پر سمولو (ټولولو) او له کوره تر وتلو وړاندې د خپلې کوټې د وضعیت پر سمولو اصلن تاسو خپل ځان ته درناوی ورکوئ او خپل ځان ته توجه کوئ.
کله چې تاسو په یخه هوا او تیاره شپه کې خپلې کوټې ته ورځئ، نو تاسو په خپله کوټه کې خپل ځان ته ښه راغلاست وایئ.
۳- په بېرته راتګ خپلې جامې بدلې کړئ
کله چې ماښام خپل کور ته ځئ، نو ښایي لومړی د کور د ماښام چارو کې بوخت شئ لکه خوراک چمتو کول یا د ماشومانو کارونه.
خو ښایي له دې امله هغه ارام ترلاسه نه کړئ، کوم چې تاسو سمدستي د خپلو کالیو (جامو) له بدلولو ترلاسه کولای شئ.
کور ته په رسېدو لومړی خپلې جامې بدلې او ارام ور کوونکی لباس واغوندئ.
۴- د ارام ترلاسه کولو له پاره ولامبئ
د ورځې اوږدو کې د ارام اوسېدو یوه لاره لمبل هم دي.
په ژمي کې په ګرمو اوبو د لمبلو یوه ګټه دا وي چې د ورځینو چارو په تر سره کولو کې به چست (چټک) یاست.
۵- نورو ته د صدقې ورکړه
نورو ته د څه (خېرات-ډالۍ) په ورکولو کې اصلن د خپل ځان ساتلو (پام کولو) یو مهم اړخ هم وي او هغه دا چې تاسو له بهرنۍ نړۍ د څه ترلاسه کولو تجربه کوئ.
که د بانک له لارې مو چا ته صدقه ورکړه، نو تاسو به له هغو خلکو لرې (په واټن) یاست چې تاسو یې مرسته کوئ.
اړمنو کسانو ته ورشئ او خپله یې مرسته وکړئ.
که پیسو ورکولو ته ترجیح نه ورکوئ، نو بې کوره خلکو، کوڅو کې بې وزله ګرځېدونکو خلکو ته پاکې او ګرمې جامې ورکړئ.
یو له ترحمه ډک ګام به تاسو ته د ورځیني ژوند د مهمو شیانو قدر در زده کړي.



اعلان