«دريمه نړيواله جګړه؛ شرق به غرب وځپي».. د نوسټراډاموس هيښوونکې وړاندوينې

پام وړ

«دريمه نړيواله جګړه؛ شرق به غرب وځپي».. د نوسټراډاموس هيښوونکې وړاندوينې

460

نوموتي فرانسوي وړاندوينه کوونکي نوسټراډاموس په ۲۰۱۹ کال کې د درېيمې نړيوالې جګړې وړاندوينه کړې ده، چې په وينا يې شرق به په کې غرب وځپي. پوهانو د نوموړي د وړاندوينې رازونه سپړلي او څرګنده کړې يې ده، چې دې کال کې به يو لوی ستوری هم را ولوېږی.

دغه فرانسوی کيمياپوه او درمل جوړوونکی چې ميشي ډي نوسټرام نومېږي په نوسټراډاموس «Nostradamus» هم مشهور دی، دا يوازې له دې امله نه چې د کيميا پوه و او د درملو نسخې يې بريالۍ وې، بلکې له دې امله چې ګڼ شمېر داسې وړاندوينې يې کړي، چې پېښې شوې دي.

نوسټراډاموس د فرانسې او ټولې نړۍ ژوند کې د هيښوونکو دقيقو پټو پېښو وړاندوينې کړي، چې يوه يې په ۱۶۶۶ کې لندن کې د ستر اور په اړه وه. نوموړي واک ته د هټلر د رسېدو وړاندوينه هم کړې وه او ځينې سرچينې ادعا کوي چې هغه د خپلې مړينې د وخت وړاندوينه هم کړې وه.

په ورته وخت کې د هغه ګڼې وړاندوينې لا نه دي رښتيا شوي، خو پوهانو د نوموړي د ليکونو او مخطوطاتو شفرونه سپړلي، چې په يوه وروستۍ هغه کې فرانسوي پوهانو هيښوونکې وړاندوينې موندلې دي.

د «Vistanews» له راپور سره سم پوهان وايي، چې د نوسټراډاموس وړاندوينه د نړۍ راتلونکې ته ښه زېری نه لري، په ځانګړي ډول دا چې درېيمه نړيواله جګړه ښايي پېښه شي او يو ستر ستوری زمکه ووهي.

هغه زياته کړې، چې د دريمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې به «شرق غرب وځپي»، دې جګړه کې به امريکا يا اروپا له يوه لوري او چين او روسيه له بل لوري ګډون ولري، چې غرب به کمزوری شي.

د پوهانو له څرګندونو سره سم وړاندوينه کې بده دا ده چې دا جګړه ښايي په ۲۰۱۹ کې پېښه شي، او په ورته وخت کې به يو ستر اسماني جسم هم را ولوېږي، چې دواړو لوريو ته پېښ ستر تلفات ښايي د جګړې دواړه لوري د جګړې ختمولو ته اړ باسي او پايله کې «شرق» پر «غرب» پياوړی شي.



اعلان