طالبان: د موقت حکومت، اوربند او ټاکنو په اړه له امریکایانو سره خبرې نه کېږي

افغانستان

طالبان: د موقت حکومت، اوربند او ټاکنو په اړه له امریکایانو سره خبرې نه کېږي

673

طالبانو د رویټرز خبري اژانس هغه رپوټونه رد کړل چې ګنې دوی په ابوظبۍ کې له امریکایانو سره په لنډ مهالي حکومت، اور بند او ټاکنو په اړه خبرې کوي.
د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا خبرونه جعلي او غلط دي.
د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ابوظبۍ کې د بحث موضوع د امریکایي پوځیانو شتون دی.
وړاندې رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله خبر ورکړی و چې امریکایان او طالبان په ابوظبۍ کې په لنډ مهالي حکومت خبرې کوي.



اعلان