طالبان: ابوظبی کې د افغان حکومت له پلاوي سره د خبرو اترو هېڅ امکان نه شته

افغانستان

طالبان: ابوظبی کې د افغان حکومت له پلاوي سره د خبرو اترو هېڅ امکان نه شته

739

طالبانو په یوه اعلامیه کې هغه رپوټونه رد کړل چې ګنې طالبان به د افغان حکومت له پلاوي سره په ابوظبی کې لیدنه وکړي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغان حکومت له پلاوي سره د خبرو اترو هېڅ امکان نه شته.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، ابوظبی کې له امریکایانو سره له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو په وتلو خبرې کېږي چې دا خبرې له حکومت سره کومه اړیکه نه لري.
مجاهد ویلي، ابوظبی کې په هغو موضوعاتو خبرې کېږي چې امریکایانو پورې تړلي دي.
نن د متحده عربي اماراتو په ابوظبی کې د طالب او امریکایي پلاوي تر منځ د خبرو دویمه ورځ وه او سبا یې وروستۍ ورځ ده.
د ځینو رپوټونو له مخې، امریکا او طالبانو د یوه موقت حکومت او شپږ میاشتیني اوربند په اړه خبرې کړې دي.



اعلان