افغان سفیر: له یکشنبې به جلال اباد کې هره ورځ ۱۵۰۰ کسانو ته د پاکستان ویزې ورکول کېږي

افغانستان

افغان سفیر: له یکشنبې به جلال اباد کې هره ورځ ۱۵۰۰ کسانو ته د پاکستان ویزې ورکول کېږي

791

اسلام اباد کې د افغانستان سفیر نن په کابل کې د پاکستان له سفیر او ځینو ډیپلوماټانو سره کتلي دي.
افغان سفیر له پاکستاني سیال غوښتي چې کابل او جلال اباد کې د ویزې ستونزې حل کړي او د ویزې ورکړې بهیر هم ګړندی کړي.
افغان سفیر عاطف مشعل په یوه بیان کې ویلي، د پاکستان سفیر زاهد نصرالله الله خان ډاډ راکړ چې ننګرهار کې به له راتلونکې یکشنبې ورځې څخه هره ورځ پنځلس سوه کسانو ته ویزې ورکول کېږي.
سفیر زیاته کړې چې دوه ورځې وړاندې مې جلال اباد ته د همدې موخې له پاره سفر کړی و او د ننګرهار والي او نورو مسوولینو سره مې هم په همدې اړه خبرې کړې وې.
جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ نه یوازې د ننګرهار، بلکې د لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا او ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکو ته هم ویزې ورکوي.
عام خلک د کونسلګرۍ او د ځایي مسوولینو له چلند شکایت کوي.
خلک وایي چې له څو ورځو انتظار وروسته هم د ویزې په اخیستو نه توانېږي.
جلال اباد کې څو ځلې مظاهرې هم شوې دي.
ځایي ولایتي ادارې د ستونزو د حل په موخه ځینې ګامونه پورته کړي، خو ښکاري چې ستونزې لا هم نه دي حل شوي.



اعلان