«توکمپال ګاندي».. کله چې تاريخ دروغ وايي!

د پرون کيسه

«توکمپال ګاندي».. کله چې تاريخ دروغ وايي!

199

د ګانا جمهوريت په اکرا (Accra) پوهنتون کې محصلين او استاذان وتوانېدل چې له قضايي ارګانونو هغه پرېکړه ترلاسه کړي، چې له مخې به يې د هندي مشر مهونداس کارمشاند ګاندي يادګاري مجسمه د پوهنتون له انګړه وويستل شي. د ګاندي دا مجسمه په ياد پوهنتون کې له دوو کلونو راهيسې ايښودل شوې وه، خو د نوموړي د توکمپالو دريځونو له امله چې جنوبي افريقا کې د پاتې کېدو پر مهال يې د سيمې د اصلي اوسېدونکو تورپوستو پر ضد لرل، د هغه مجسمې د خلکو غوسه راپارولې. ګاندي د ځوانۍ پر مهال هلته وکيل پاتې شوی و.

«موږ هندوان له وحشي افريقايانو ډېر غوره او پورته يو»، دا جمله په ۱۸۹۴ کال کې د ګاندي په يوه ليکلې وينا کې خپره شوه او ورته جملې د هغه په نورو ليکنو کې هم تر سترګو کېږي، چې ترې معلومېږي، چې دغه هندي اتل! د تورو پوستکو لرونکو ته څومره سپک نظر کاوه. بلکې اسناد او د هغه ويناوې په ډاګه کوي چې ګاندي خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته د برتانوي استعمار پر ضد د سوله‌ييزې مبارزې پر مهال هم خپل دغه توکميز تعصب نه و پريښي، او د هند تورپوستي لږکي يې د ټولنې په ټيټو طبقو کې شمېرل.

که تاريخ‌ليکوال او ان ډېری عام خلک پر دې اتفاق ولري، چې ګاندي د بشري تاريخ په تلپاتو شخصيتونو کې وشمېري او د يرغلګرو پر ضد يې د مبارزې او مقاومت يو رمز هم وښيي، خو څېړونکی د ستاينو او پړسونو (لوی ښودلو –چې ان د خدايۍ تر بريده يې رسوي-) له کرښو شا ته داسې تک تور خالونه مومي چې پوښتنه را ولاړوي، چې: ايا د ژوند ليکونو (بيوګرافي) ليکوالو لاسي دا بدګڼې له پامه غورځولي، څو هغه انځور خراب نه شي چې دوی يې خلکو ته ور ښيي؟ که نه دا هر څه په بې‌پامۍ کې پاتې شوي او هيڅوک نه دی موندل شوی، چې ويې څېړي؟

د ناقص انځور وړاندې کول په اصل کې د بشپړو درواغو ويل دي، ډېر کله پايلې او منل شوي شيان پر تحريف شويو تاريخي کيسو ولاړ وي، دا وېره شته چې ښايي د تاريخ ډېر اتلان او شخصيتونه يوازې ښايسته شوي درواغ وي، چې د يوه «کيسه خوان» تاريخپوه له لوري رانقل شوي وي او د لېږد امانت او د معلوماتو سپېڅلتيا ته هيڅ اهميت نه ورکوي.

ته کولی شې په دې اړه چورت ووهې چې موږ چې لا هم د خوله په خوله نقلېدونکو کيسو په وخت کې يو، زموږ د وخت تاريخپوهان به د ټرمپ د اتلوليو او داړه‌ماريو په اړه څه وليکي، ښايي داسې کتابونه هم وګورو: «سفارت کې د خاشقجي ترور ته اشاره»، او «د بشار الاسد اتلولۍ چې د هېواد ژغورلو لپاره يې انسانان او پېريان ټول مات کړل»!

د تاريخ بيا کتنې او نقد ته اړتيا له تېر هر وخته نن ډېره ده، ځکه د معلوماتو چټکه خپرېدا، د علومو د شتون اساني او کتابونو او وثايقو ته اسان لاسرسی د يو شي پر معرفي کوونکي او پوښونکي ستره ننګونه فرض کوي، ځکه لوستونکی او اورېدونکی نور هغه لوښی نه دی چې څه ور اچوې، هغه به پرته له ازموينې او بيا کتنې قبلوي، بلکې په معلوماتو او د معلوماتو ريښتينولۍ کې شک اوس د معلوماتو د لټوونکو او پلټونکو ستره نښه ده، هغوی ويني چې ډېرې هغه پېښې چې تر نږدې پرونه منل شوي واقعيتونه بلل کېدل او شک په کې نه کېده، ناسم ثابت شول.

د اکرا پوهنتون د محصلينو او استاذانو له لوري له پر ليکه او ملي کمپاين وروسته چې دوی د ګاندي د سهي انځور –چې تاريخ‌ليکوال ترې يا غافل دي او يا يې پرې سترګې پټې کړې دي- ښودو لپاره په کار اچولي وو، د پوهنتون له انګړه د ګاندي د مجسمې د نړولو بريالۍ مبارزه دې په منل شويو تاريخي پېښو کې د بيا کتنې او نقد پيل شي او پوهان او مسلکي خلک دې په دې ډګر کې نور ورته کمپاينونه هم په کار واچوي، څو هر څه پر همغه بڼه څرګند شي، چې دي.



اعلان