امريکايي پورونه وروستيو کلونو کې د بحران تر کچې رسېدلي

راپورونه

امريکايي پورونه وروستيو کلونو کې د بحران تر کچې رسېدلي

273

بلومبرګ «Bloomberg» خبري سرچينې خبر ورکړی دی، چې امريکايي پورونه د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د بل هر وخت په پرتله پورته ختلي، چې يوازې په وروستيو دوو کلونو کې يې اندازه ۱.۹ تريليون ډالرو ته رسېږي.

د پيسو د نړيوال صندوق راپور دغه راز څرګنده کړې ده، چې د امريکا د حکومتي سکتورونو بوديجې د تقاعد پر صندوقونو، د هستوګنو او محصلينو ته پر ځانګړو شويو پورونو مصرفېږي.

لومړی ځل دی، چې د امريکا عمومي پورونه تر دې کچې پورته ځي. د امريکا د خزانې وزارت له معلوماتو سره سم د دې هېواد اوسني پورونه ۲۱ تريليون او ۱۳ مليارد ډالر کېږي.

متحده ايالات، چين او جاپان د نړۍ هغه هېوادونه دي، چې تر ټولو ډېر پوروړي دي، د نړۍ له نيمايي زيات پورونه دا درې هېوادونه اخلي.

بل پلو پوهانو خبر ورکړی دی، چې ۱۸۴ تريليون ډالرو ته د نړيوالو پورونو رسېدل ښايي نړيوال اقتصادي بحران رامنځته کړي، دې پور ته په کتو د زمکې هر وګړی ۸۶ زره ډالر پوروړی دی.

د يادونې وړ ده چې د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې د امريکا جګړې او لاسوهنې د دې هېواد ډېرې پيسې خوري. له وروستيو راپورونو سره سم امريکا د سپتمبر له ۱۱مې راهيسې تر دې دمه پر جګړو ۵.۹ تريليون ډالر لګولي او په نږدې راتلونکې کې به تر اووه تريليونو ورسېږي.



اعلان