ولسمشرۍ ماڼۍ: طالبانو سره خبرو کې ګډون لپاره مذاکراتي پلاوی ابوظبي ته رسېدلی

افغانستان

ولسمشرۍ ماڼۍ: طالبانو سره خبرو کې ګډون لپاره مذاکراتي پلاوی ابوظبي ته رسېدلی

103

ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړی دی، چې د جګړې د دواړو لوريو تر منځ د سولې د خبرو لپاره د حکومت مذاکراتي پلاوی ابوظبي ته رسېدلی دی او ښايي طالبانو سره ډېرې ژر خبرې اترې پيل شي. د دې پلاوي مشري د ولسمشر غني د دفتر مشر عبدالسلام رحيمي کوي.

ارګ نن سهار په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړه، چې عبدالسلام رحيمي به د مذاکراتي پلاوي په مشرۍ له زلمي خليلزاد سره ليده کاته وکړي او ټاکل شوې ده، چې په روانه اوونۍ کې د عربي اماراتو او سعودي له استازو سره هم وګوري. خو خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې دا پلاوی به طالبانو سره کله ليده کاته وکړي.

وسله والو طالبانو تېره ورځ ويلي وو، چې د سياسي دفتر غړي يې نن په عربي اماراتو کې له امريکايي پلاوي سره ناسته لري. دې ډلې نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د تېرې ورځې ناسته کې يې د بهرنيو ځواکونو په وتلو او افغانستان کې د امريکا او ايتلافي هېوادونو له لوري د «ظلمونو» پر مخنيوي، د افغانستان پر بيا رغونې او هېواد کې د امنيت پر تامين خبرې کړې دي. هغوی ويلي چې دا خبرې به نن هم روانې وي.

د افغانستان حکومت ويلي چې له ۱۲ غړو جوړ يو پلاوی يې اماراتو ته استولی دی، چې د طالبانو او امريکا تر منځ خبرو کې به ګډون وکړي. طالبانو تر اوسه د افغان حکومت له پلاوي سره د خبرو اترو په اړه څه نه دي ويلي، خو وړاندې يې په ځلونو ټينګار کړی، چې «د جګړې له اصلي لوري (امريکا)» سره به خبرې اترې کوي.



اعلان