طالب استازى: د ملکي وگړو په وژنه پر چا فشار راوړئ؟ خليلزاد: دا د دولت مشوره ده

افغانستان

طالب استازى: د ملکي وگړو په وژنه پر چا فشار راوړئ؟ خليلزاد: دا د دولت مشوره ده

2981

ځلاند ته يو بهر ميشتې افغان خبريال په اماراتو کې وويل چې د ابو ظبۍ په پرونۍ غونډه کې د يوه طالب مرکچي او خليلزاد ترمنځ پر ملکي تلفاتو جدي خبرې وشوې.

طالب استازي خلېل زاد مخاطب کړ چې له ٣مياشتو راهيسي د امريکا او افغان ځواکونو په ړندو بمباريو او بريدونو د سلگونو بې گناه او ملکي وگړو په ويني تويولو کې چې ماشومان او تورسري هم پکې دي، ستاسي څه هدف دى؟
ايا د ولس په وژنه پرطالبانو فشار راوړئ او که پر افغان ولس؟
خليل زاد وويل هر ډول بريدونه د افغان دولت په هدف ټاکنه او مشوره ترسره کيږي



اعلان