د کورنیو چارو وزارت د پاکستان د سفارت ټول امنیتي ساتونکي له دندې ګوښه کړل

افغانستان

د کورنیو چارو وزارت د پاکستان د سفارت ټول امنیتي ساتونکي له دندې ګوښه کړل

501

د کورنیو چارو وزارت وایي، پلازمېنه کابل کې یې د پاکستان د سفارت ټول افغان پولیس له دندې ګوښه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال اختر ابراهیمي ویلي، له دغو پولیسو ورته ډېر شکایتونه ور رسېدلي وو.
د ابراهیمي په خبره، نوي پولیس به سفارت کې په دنده وګوماري.
ابراهیمي زیاته کړې، د پاکستان د ویزو ورکړه کې به اسانتیا رامنځته شي او ټولې کمېشنکارۍ به له منځه یوړل شي.
ویزه اخیستونکي د پولیسو له چلند او دغلته د کمېشنکارانو له شتون څخه شکایت کوي.
سلګونه کسان د یوې ویزې اخیستو له پاره اوونۍ تېروي او ان شپې د سفارت مخته سبا کوي، خو د ویزې په ترلاسه کولو نه بریالي کېږي.



اعلان