ابوظبي: د امريکا او طالبانو د ناستې دوهمه ورځ، د پرون نيمگړي بحثونه او نوې خبرې

افغانستان

ابوظبي: د امريکا او طالبانو د ناستې دوهمه ورځ، د پرون نيمگړي بحثونه او نوې خبرې

1019

ويل کېږي د امريکا او طالبانو تر منځ به په ابوظبي کې نن په دوهمه ورځ هم ناسته کيږي پرون ناتائيد شوي راپورنه دا وو چې په دغه ناسته کې د سعودي او اماراتي استازو تر څنګ د پاکستان د خارجه وزارت استازي او په ابوظبي کې ميشت د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر شجاع پاچا هم گډون کړى و.

راپور کې ځلاند ته دا هم ويل شوي و چې خبرې پر اوربند او د زندانيانو پر تبادله وشوې. خو نن ښايې پروني خبري تکميل شي او نوي بحثونه هم مطرح شي گمان کيږي چې، ښايې نن د امريکايانو پر وتلو او د هغوي په نظامي اډو خبرې وغځيږي.

ېه راپورکې دا هم ويل شوي چې په مذاکراتو کې د طالبانو د رهبري شورا دوه کليدي غړي هم گډون لري چې د طالبانو د استازولي اصلي واک هم له هغوي سره ده.



اعلان